پوښتنې او ځوابونه

 

_______________________________________________________________________________________________________

په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام (Ru-WatSIP ) ، په افغانستان کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت(MRRD )  د شپږو یو له بل سره نږدو تړلو پرمختیايي پروګرامونو څخه دی. یاد پروګرام د هیواد په لیرو پرتو سیمو کې د میشتو وګړو لپاره د څښاک د صحي اوبو او روغتیاساتنې د آسانتیاوو د برابرولو په موخه تاسیس شوی دی. د څښاک صحي اوبو او د روغتیاساتنې آسانتیاوو ته لاسرسی، همدارنګه د پاکوالي په اړه زده کړې په روغتیا باندې مهمه اړینه اغیزه لرلی شي.

2. په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام (Ru-WatSIP) موخې څه شی دي؟

ددغه پروګرام بنسټیزې موخې په لاندې ډول دي:

•   په ۲۰۱۴ کال کې، په ورځني ډول، ۲۵ لېتره اوبو ته لاسرسی له ۲۷ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته پورته کول او په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې په ترتیب سره له ۷۰ سلنې څخه ۱۰۰ سلنې ته پورته کول؛ او د روغتیا د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم، د څښلو د اوبو د کیفیت ښه کول؛

•  په ۲۰۲۰ کال کې ( د اوبو او روغتیا ساتنې نړیوال او دوامدار پوښښ)، ټول کلي یا کلیوالي ټولنې، له غایطه موادو څخه ۱۰۰ سلنه پاکول او دغې موخې ته په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلنو کې په ترتیب سره ۵۰ سلنه او ۷۰ سلنه نږدې کیدل او د لاندې فعالیتونو له لارې د ټولنې پیاوړي کول:

 د شته ددودیزو کنارابونو سمول، چې خوندي او پاک شي او په ډاډه ډول وکارول شي.

 په خوندي ډول د اوبلنو ( مایع) او کلکو (جامدو) فاضله موادو دفع کول.

 د کورنیو، مدرسو/ښوونځیو او کتنځیونو (کلینیکونو)  لپاره  د روغتیا ساتنې په موخه د نمونه يي  روغتیایي مبرزونو جوړول.

•  د سلوک د دوامدره بدلون او د صحي کړو وړو د رایجولو په موخه، په ښوونځیو، کورونو او ټولنو کې د دوامداره فعالیتونو تر څنګ د پاکوالي او روغتیا ساتنې په اړه د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول.

•  د Ru-WatSIP د پروګرام موخو ته د رسیدو لپاره له هرې کچې څخه د خلکو ونډه، چې ډیره اړینه ده؛

• په دې ډول Ru-WatSIP ، د میرمنو په برخه اخيستنه ځانګړی ټینګار کوي.

Click Here to go UP

3. د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او پاکوالي ( واش) تګلاره څه شی ده؟

د افغانستان د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او پاکوالي ( واش) د ملي تګلارې د پام اساسي ټکی، دا دي، چې اوبه، روغتیا ساتنه او پاکوالی یوه ګډه موضوع ده او په دې برخه کې د ټولو سکټورونو د پانګو او نوښتونو پلان جوړونه او پلي کول دي.

4. په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پرواګرام له زرکلنو پرمختیایي موخو (MDGs) سره څه ډول مرسته کولای شي؟

د افغانستان د ۲۰۱۰ زیږدیز کال په لیرو پرتو سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او پاکوالي ( واش) ملي تګلاره ، د څښاک صحي اوبو، پرمختللې روغتیا ساتنې او د ځان، کورنۍ او ټولنې په کچه د پاکوالي د ښه چلند د رایجولو له لارې، د لیرو پرتو سیمو د اوسیدونکیو د ژوندانه د ښه والي څرګندونه کوي. د اوبو رسولو او روغتیاساتنې د نړیوال پوښښ موخې ته د رسیدو لپاره، یاده تګلاره د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې اوږد لس کلن لرلید لري. دغه تګلاره د افغانستان د ملي پرمختیا له ستراتیژۍ (ANDS) سره هم سمه ده، چې په ۲۰۲۰ کال کې زرکلنو پرمختیايي موخو ته رسیدل غواړي.

5. د پاکۍ (نظافت)  په اړه زده کړې څه شي دي؟

د پاکۍ زده کړې د پاکۍ هغو کړنو  یا چلند ته  وده ورکول دي، چې ډیری  یې د ورځنیو کارونو سره تړاو لري، لکه د اوبو راوړل، ساتل او له هغه څخه ګټه پورته کول، د لاسونو مینځل او د روغتیا ساتنې د آسانتیاوو په منظم ډول کارول دي. د پاکۍ په اړه زده کړې همدارنګه ټولو هغو فعالیتونو ته ویل کیږي، چې په صحي ډول د اوبو د کارولو او پاکۍ ( نظافت) پورې تړاو ولري. ددغه زده کړو موخه د ښې پاکۍ په تړاو د یوه وګړي په وړتیا کې دایمي تغیر راوستل دي.

6. روغتیا ساتنه څه شی ده؟

روغتیا ساتنه د فاضله موادو د تنظیمونې څخه عبارت ده. د انسانانو فاضله مواد هغه اضافي مواد دي، چې د وجود څخه د متیازو او غایطه موادو په ډول خارجیږي. البته د حیوانانو فاضله مواد هم په چاپریال باندې اغیزه لرلی شي.

7.د پاکوالي  زده کړې، د اوبو اوروغتیا ساتنې له سکټور سره څه مرسته کولای شي؟

د اوبو او ورغتیا ساتنې په سکټور کې د پاکوالي زده کړې د یوې بنسټیزې برخې په توګه پیژندل شوې دي او د نورو توکیو لکه اوبه، روغتیا ساتنې، کارول او ساتنې په ډول مهمې بللې کیږي. هغه معلومات او هڅونې، چې د پاکۍ ښوونې له لارې سرته رسیږي، د اوبو او روغتیاساتنې د پروژو همدارنګه د ټولنیزو بنسټونو، چې د روغتیا ساتنې په روزنه کې برخه لري، اغیزمنتوب پیاوړي کوي. د روغتیا ساتنې زده کړې ټولنو ته ددې وړتیا ورکوي، چې د ستونزو د موندلو لپاره له خپلو مهارتونو څخه کار واخلي، د هغې لپاره د حل لارې پیدا کړي او د خپلو روغتیاوو په برخه کې په خپلواک ډول پریکړه وکړي، په دې ډول د روغتیا ساتنې زده کړې د ټولنې او وګړو لپاره یوه سرچینه بلل کیږي. دغه راز د روغتیا ساتنې زده کړې نه یوازې د اوبو او روغتیا ساتنې نه بېلیدونکي برخې دي، بلکې دا د ټولنیزو بنسټونو یو بهیر دي، چې د اوبو او روغتیا ساتنې د پروژو په بریالیتوب کې حیاتي رول لري.

8. د پاکوالي  او روغتیا ساتنې ګټې څه شي دي؟

په خوندي ځایونو کې د فاضله موادو ځای پر ځای کول او د روغتیا ساتنې صحي کړنې په روغتیا باندې ډیره اغیزه لري، خو پاکوالی  او حفظ الصحه پر روغتیا او چاپریال ساتنه سربیره نورې ګټې هم له ځان سره لري. د روغتیا ساتنې نورې ګټې په دې ډول دي:

–        ټولنیزې ګټې: درنښت او  وقار، هوسايي، خوندیتوب ( محرمیت)، ټولنیز حیثیت، د میرمنو لپاره خوندیتوب، او په ښوونځیو کې د نجونو د شمولیت ډیروالی.

–        د دندو ایجادیدل: د کنارابونو جوړول.

–        اقتصادي ګټې: په کرهڼه کې د ښورې (سرې ) څخه د کیمیاوي کود په ډول کار اخیستل/ په افغانستان کې د ځمکو حاصلخیزه کول.

9.  د سمې روغتیا ساتنې پایلې څه شي دي؟

په هغه ځایونو کې، چې د پاکوالي د غوره سلوک یا کړنو تر څنګ روغتیا ساتنې ته پکې پام شوي وي، لاندې روغتیایي ګټې شتون لري:

–        د هغو مړینو په کچه کې ټیټوالي، چې د نس ناستي د ناروغۍ له کبله منځته راځي: د سمې روغتیاساتنې ( حفظ الصحې) په پایله کې د نس ناستي د ناروغیو له امله د مړینو په کچه کې ۳۴ سلنه ټیټوالي راتلي شي او که چیرته د سمې روغتیا ساتنې ترڅنګ،  په صابون سره د لاس مینځل هم یو ځاي شي، نو ښايي د مړینو په یاده کچه کې دوه چنده کموالي را منځ ته شي.

–        ښه تغذیه او د سټنټ د ناروغۍ په کچه کې ټیتوالی ( سټنټ یوه داسې ناروغي ده، چې په ماشومانو کې د سؤ تغذیې له امله را منځته کیږي او په پایله کې یې ماشوم په جسمي او فکري لحاظ له ودې څخه غورځیږي (یونیسف)) او د نس ناستي د ناروغۍ او د کولمو د موسمي ناروغیو  د کمیدو په پایله کې د کوچنیانو په ونه کې جګوالی.

–        د چنجیانو او د چاپریال ساتنې اړوند نورو ناروغیو د کمیدو په پایله کې د ښونځیو د کوچنیانو د زده کړې او یاده ونې ( یادګیری) په وړتیا وو کې ښه والي.

10. صحي یا روغتیایي کناراب څه ډول کناراب دی؟

صحي یا روغتیايي کناراب هغه کناراب ته ویل کيږي چي غایطه مواد یې :

• د ځمکې یا د سطحې اوبه ککړې نه کړي؛
• خاوره ککړه نه کړي؛
• د مچانو، خوله لګوونکيو ژوو ( لکه موږک او داسې نورو) یا نورو حیوانانو څخه خوندي وي؛
• بد بويه یا بد شکله څهره و نلري؛

صحي یا روغتیایي کنارابونه کیداي شي پرته له کومو فزیکې مرستو څخه د ټولنې لخوا د ټولنې په مشرۍ د بشپړې روغتیا ساتنې    (سي ال ټي اس ) له لارې د یو لړ ټولنیزو ارزښتونو لکه خونديتوب ( محرمیت)، پت یا عزت او حیثيت په کاررولو سره را منځته شي.

11. د نا سمې روغتیا ساتنې له امله کومې جدي ناروغۍ را منځته کیږي؟ 

د ناسمې روغتیا ساتنې له امله تنفسي حاد ناروغۍ، باکتریايي حاد عفونیتونه لکه د وبا ناروغي (کلورا)  د کولمو پرازیټي چنجیان،  وچکۍ ( محرقه)  او د نس ناستي ناروغي را منځ ته کیږي، چې ټولې یادې ناروغۍ د دایمي معیوب کیدو یا مړینې لامل کیږي.  د افغانستان د ۲۰۱۰ کال د مړینو سروې (AMS ) ښيي، چې تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو کې د مړینې لومړني لاملونه تنفسي حاد ناروغۍ او نور جدي عفونیتونه دي، چې هره یاده ناروغي، په دغه کوچنیانو کې د هرو پنځو مړینو څخه د یوه سبب کیږی. په هغه کوچنیانو کې، چې د پنځو کلونو څخه لږ عمر لري، ۲۹.۶ سلنه مړینې د نس ناستي د ناروغۍ او د تنفسي حاد عفونیت څخه رامنځ ته کیږي.

12. ګډه او د ټولنې پربنسټ (( بشپړه روغتیا ساتنه)) څه شی ده؟

په خوندي ډول د غایطه موادو ځای پر ځای کول، د لاسونو مینځل او په کورونو کې د څښلو د اوبو تصفیه کولو ته ((بشپړه روغتیاساتنه)) ویل کیږي، خو ځینې نور توکي، د بېلګې په ډول د خوراکي توکیو خوندی ساتنه او په خوندي ډول د فاضله موادو خوندي کول هم پکې شاملیږي.

13. د ټولنې په مشرۍ بشپړه روغتیاساتنه (سي ال ټي) څه شی ده؟

د ټولنې په مشرۍ بشپړې روغتیاساتنې (سي ال ټي اس) د یوې لارې یا طریقې په ډول، د ټولنې د خوځښت  او ځواکمنتیا د ستراتیژۍ په توګه، په آزاده فضا کې له  حاجت رفع کول څخه خالي کولو (ODF) ، د ټولییز سیمه ییز فعالیت په واسطه  د ټولنې بشپړ پاکول او د هېواد په ځینو برخو کې د کورنیو سره پرته له کومې مادي مرستو،   د ټولنې په کچه د کړو وړو د تغیر لپاره خپله ژمنه او بریا څرګنده کړې ده. دغه طریقه دا ډاډ رامنځ ته کوي، چې د ټولنې ټول غړي ( کوچنیان، میرمنې او نارینه) نه یوازې دا چې په آزاده فضا کې حاجت نه رفع کوي، بلکې صحي روغتیايي کنارابونه کاروي، چې دغه کنارابونو کې فاضله مواد په خوندي ډول ساتل کیږي.

14. د ټولنې په مشرۍ د بشپړې روغتیا ساتنې (سي ال ټي اس) له لیارې کومې چارې ترسره کیدای شي؟

د ټولنې په مشرۍ د بشپړې روغتیاساتنې ډلې (CLTS ) د روغتیاساتنې ټولیزې شننې او  ناببره د سلوک تغیر ته زیاته پاملرنه کوي او په پاي کې کلي په خلاصه فضا کې د حاجت رفع کولو څخه خالي یا پاکوي (ODF).  د ټولنې په مشري د بشپړې روغتیا ساتنې ډلې زیات په دې آند دي، چې یوازې د کنارابونو چمتو کول د کارولو ډاډ نشي ورکولای او نه هم د هغه په پایله کې صحي روغتیا ساتنه او پاکي منځ ته راځي.  یادې ډلې د سلوک په تغیر زیات تمرکز کوي، ترڅو حقیقي او دوامداره ښه والي ډاډمن شي ـ د ټولنې لپاره د مادي شیانو د برابرولو په ځاي د دوی په خوځښت  باندې کار کوي او زیاتره په دې تمرکز کوي، چې هرې کورنۍ ته د کنارابونو د جوړولو پر ځاي کلي په خلاصه فضا کې د حاجت رفع کولو څخه خالي یا پاک (ODF ) کړي. دغه ډلې ټولنې ته  دا پوهاوي ورکوي، چې که ډیرکم خلک هم په خلاصه فضا کې جاحت رفع کړي، دوی د مرضونو په خطر کې واقع کیږي، په دې ډول دوی ټولنې د بدلون او نوښت لپاره هڅوي او د  دوی دوه اړخیز ملاتړ او مناسبې سیمه ییزې حل لارې لاس ته راوړي او پایله کې د زیات مالکیت او دوامدارۍ سبب کیږي.

15.  د حفظ الصحې یا روغتیا ساتنې پیغامونه څه دي؟

د روغتیا ساتنې په اړه معلومات، پوهنه ، اړیکې او د پوهاوي نور پروګرامونه باید د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د پروژو د جوړښت تر څنګ په ټولو کچو ایجاد شي.

16.   دغه موضوع ولې مهمه ده چې باید پام ورته وشي؟ 

په افغاني ټولنه کې، فرهنګي موضوعات، مذهبي عقاید او ټولنیزې اسطورې د ښځو او نارینو لپاره دغه چاره ډیره ستونزمن کړې ده، چې د روغتیا ساتنې د موضوعاتو په اړه بحث وکړي. د مبرزونو او کنارابونو په اړه بحثونه زیاتره وخت خلک نار آرامه يا ډیر شرمیدونکي کوي، ډیری خلک مبرزونه، کنارابونه او په دې اړه خبرې کول پلیت او کثیف ګڼي. د پوهنې له لارې او د اقتصادي ثبات او د کوچنیانو په شمول،  د هر وګړي لپاره د سمې روغتیا او چاپېریالي اړیکو ترمنځ د پیاوړتیا په واسطه، ددغه موضوعاتو په هکله د پټه خوله پاتې کیدو او ناآرامۍ فرهنګ له منځه ځي او د هغه پر ځای به خلک په معنی لرونکو بحثونو او فعالیتونو کې برخه واخلي.